عباس ستانکزی یو وار بیا هېواد کې د نجونو د تعلیم پر پیل ټینګار وکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۹ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی د متحده عربی اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغانستان له کونسلګرۍ څخه دلیدنې پر مهال بیا ځل ټینګار کړی، چې د علم دروازې باید د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ ونه تړل شی.
هغه زیاته کړې چې په علم کې د دینی او دنیاوی علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دی.
ستانکزی وایی، دی او ملګری یې هڅه کوی چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زده‌ کړو دروازې پرانیستل شی. د نوموړی په وینا په همدې لړ کې یې د سرپرست حکومت له مشرتابه سره تل خبرې کړې او په خبره یې د نجونو پر مخ د افغانستان تعلیمی ادارو تړل شویو دراوزو پرېکړه لنډمهالې ده.
شېر محمد عباس ستانکزی څو وار وړاندې هم هېواد کې د نجونو د تعلیم پر پیل ټینګار کړی و، خو د سرپرست حکومت د مشرتابه له لوری تر دا مهاله د نجونو پر مخ له اووم ټولګی پورته ټولګی نه دی پرانیستل شوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.