معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عباس ستانکزی د پاکستان سفارت شارژدافیر ته: پاکستان زمونږ په باب خواشینوونکې څرګندونې کوي

عباس ستانکزی د پاکستان سفارت شارژدافیر ته: پاکستان زمونږ په باب خواشینوونکې څرګندونې کوي

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د فغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي په کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر اسد عباس سره لیدلي دي.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې عباس ستانکزي د پاکستان شارژدافیر ته په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سټیجونو د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو له ضد څرګندونو او تورونو لګولو شکایت کړی.
ښاغلي ستانکزي اسد عباس ته ویلي، چې دا څرګندونې د دوی د خفګان لامل ګرځي او په کار ده چې پاملرنه ور ته وشي.
خو پاکستاني شارژدافیر ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو خلک ډېر ګډ ارزښتونه او نه پرې کېدونکې اړیکې لري او په خبره یې راپورته کېدونکې ستونزې اکثره وخت د غلط فهمۍ له امله وي.
ده همداراز وويل، چې پاکستان د نورو په پرتله افغانانو ته په سوداګريز او ورته نورو برخو کې ځانګړې اسانتیاوې چمتو کړي، چې په خبره یې د تورخم ۲۴ ساعت خلاصون یې بېلګه ده.
تر دې وړاندې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډې کې د افغانستان په اړه ویلي و، چې لا هم له دغه هېواده د ترهګرۍ ګواښ شته او د دغه هېواد په خاوره کې ګڼ شمېر ترهګریزې ډلې فعالې دي.
د پاکستاني چارواکو دا څرګندونو د اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او د ترهګرۍ مرکز یې افغانستان نه بلکې پاکستان وباله او پر پاکستان یې غږ و کړ، چې په نړیوالو سټیجونو د افغانستان په اړه له داسې بې ځایه تور لګولو ډډه و کړي.
خو د پاکستان شارژدافیر اسد عباس د دې ستونزو د هواري ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کول یې د خپل سفارت دنده یاده کړه.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس