عباس ستانکزی د پاکستان سفارت شارژدافیر ته: پاکستان زمونږ په باب خواشینوونکې څرګندونې کوی

کابل/ګهیځ: نن پنجشنبه (د تلې/میزان ۲۱مه او د اکټوبر میاشتې ۱۳مه نېټه ده) د فغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی په کابل کې د پاکستان سفارت له شارژدافیر اسد عباس سره لیدلی دی.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې عباس ستانکزی د پاکستان شارژدافیر ته په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو سټیجونو د افغانستان په اړه د پاکستانی چارواکو له ضد څرګندونو او تورونو لګولو شکایت کړی.
ښاغلی ستانکزی اسد عباس ته ویلی، چې دا څرګندونې د دوی د خفګان لامل ګرځی او په کار ده چې پاملرنه ور ته وشی.
خو پاکستانی شارژدافیر ټینګار کړی، چې د دواړو هېوادونو خلک ډېر ګډ ارزښتونه او نه پرې کېدونکې اړیکې لری او په خبره یې راپورته کېدونکې ستونزې اکثره وخت د غلط فهمۍ له امله وی.
ده همداراز وویل، چې پاکستان د نورو په پرتله افغانانو ته په سوداګریز او ورته نورو برخو کې ځانګړې اسانتیاوې چمتو کړی، چې په خبره یې د تورخم ۲۴ ساعت خلاصون یې بېلګه ده.
تر دې وړاندې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو غونډې کې د افغانستان په اړه ویلی و، چې لا هم له دغه هېواده د ترهګرۍ ګواښ شته او د دغه هېواد په خاوره کې ګڼ شمېر ترهګریزې ډلې فعالې دی.
د پاکستانی چارواکو دا څرګندونو د اوسنیو او پخوانیو افغان چارواکو له سختو غبرګونونو سره مخ شوې او د ترهګرۍ مرکز یې افغانستان نه بلکې پاکستان وباله او پر پاکستان یې غږ و کړ، چې په نړیوالو سټیجونو د افغانستان په اړه له داسې بې ځایه تور لګولو ډډه و کړی.
خو د پاکستان شارژدافیر اسد عباس د دې ستونزو د هواری ژمنه کړې او د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو ښه کول یې د خپل سفارت دنده یاده کړه.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.