عباس ستانکزی وایی، افغان حکومت د نجونو له زده کړو سره مخالفت نۀ لری

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۲۵ مه نېټه):
د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال واک ته د سرپرست حکومت د رسېدو د دوهمې کلیزې په مناسبت له الجزیره ټلوېزون سره په خبرو کې ویلی، چې زده کړې د نارینه او ښځو دواړو مسلم حق دی.
نوموړی دغه مرکه کې زیاته کړې، چې په دې اړه ښایی د علماوو تر منځ اختلاف موجود وی، خو په وینا یې چې سرپرست افغان حکومت د ښځو له زده کړو سره مخالف نه دی او تعلیم د ښځو او نارینه وو حق ګڼی.
ستانکزی زیاته کړې، چې د علماوو ترمنځ د اختلاف ختمېدو ته هیلې ډېرې شوی او ښایی نږدې راتلونکی کې د نجونو پرمخ د زده کړو دروازې پرانیستل شی.
د نجونو تحصیلی او زده کړه ییزو بنسټونو بندښت هغه مسله ده، چې په غوڅ اکثریت یې په کور دننه او بهر پر اوسنی حکومت د نیوکې ګوتې ډېرې کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.