کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د عدلیې وزیر او د ځمکو د غصب مخنیوی کمېسیون مشر شیخ عبدالحکیم شرعی اهل هنودو افغانانو ته ویلی، چې د دوی د ځمکو د غصب موضوع په جدی توګه څېړل کیږی.
د عدلیې وزارت د اهل هنودو له یو شمېر استازو سره په کتنه کې له هغوی غوښتی، چې د غصب شویو ځمکو اسناد، قبالې، موقعیت او د ځمکو اندازه دې له دې کمېسیون سره شریکه کړی، څو دغه کمېسیون موضوع ته رسېدنه وکړی.
په دې ناسته کې د اهل هنودو استازو ویلی، چې د دوی ډېری ځمکې په ننګرهار، خوست، لوګر، پروان، غزنی، بلخ، بغلان، لغمان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د زورواکو له خوا غصب شوې دی.
دا څرګندونې په داسې مهال کېږی، چې د جمهوریت پر مهال اهل هنودو افغانانو د زورواکو له لوری د خپلو ځمکو او جایدادونو له غصب څخه سرونه ټکول.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ