عدلیې وزارت تېره میاشت اتو ولایاتو کې ۶۸ زره جریبه دولتی ځمکه له غصبه خلاصه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۱۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې عدلیې وزارت د هېواد په اتو ولایاتو کې تېره میاشت له غصب څخه د څه باندې ۶۸ زره جریبه دولتی ځمکې د خلاصولو خبر ورکوی.
دغه وزارت پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د هېواد په اتو ولایتونو کې د ځمکو د غصب د مخنیوی تخنیکی ټیمونو د تېرې میاشتې په اوږدو کې کابو ۶۸ زره جریبه ځمکه تثبیت څخه وروسته بېرته راګرځولې او اړوندو ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
یاد وزارت زیاته کړې چې د ځمکو د غصـب مخنیوی تخنیکی استازو د هېواد په ۲۰ ولایتونو کې د یادې میاشتې په اوږدو کې کابو ۱۳۶ زره جریبه ځمکه تثبیت کړې او کابو ۳۷۱ زره جریبه نوره ځمکه هم په ولایتونو کې تر څېړنې لاندې نیولې ده.
د دغه وزارت په وینا د وروستۍ میاشتې په اوږدو کې تر ټولو زیاتې استرداد شوې ځمکې په مېدان وردګو، زابل او کندهار ولایتونو کې موقیعت لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.