کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۱۸ مه نېټه):
د عدلیې وزارت ویاند عبدالحمید جهادیار ویلی، له غصب څخه د ځمکو مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون تر اوسه ۲.۷ میلیونه جریب ځمکه بررسی کړې ده.
نوموړی وایی، چې ۳.۶ میلیونه جریبه نوره ځمکه تر بررسۍ لاندې ده.
د ده په خبره له غصب شویو ځمکو تر اوسه ۲.۳ میلیونه جریبه امارتی تثبیت شوې ده.
دی زیاتوی، عدلیې وزارت تر اوسه ۲۷۴.۵ زره جریبه ځمکه استرداد کړې، چې پاتې نوره امارتی تثبیت شوې ځمکه به هم ژر استرداد او د غاصبینو له منګولو وژغورل شی.
د چارو د څارونکو په باور تېرو څو لسیزو کې په زرګونه هکتاره ځمکه غاصبینو او زورواکانو غصب کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ