معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / عربي امارات وایي، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوو

عربي امارات وایي، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوي. د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې شېخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره په وروستۍ کتنه کې کړې دي.
د راپور پر بنسټ، دغه غونډه کې چې په ابوظبۍ کې ترسره شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاري کولی شي، خبرې کړې دي.
راپور زیاتوي، چې د دې کتنې مشخص وخت نۀ دی په ډاګه شوی، خو په کې د هغو ستونزو د هواري لپاره چې افغانان په تېره افغان ښځې ورسره مخامخې دي، د نړیوالې ټولنې د همکارۍ پیاوړتیا مهمه بلل شوې او ټینګار شوی چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو باید ملاتړ وشي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس