عربی امارات وایی، په بېلابېلو برخو کې د افغانستان ملاتړ کوو

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د متحده عربی اماراتو د بهرنیو چارو وزیر وایی، هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغانستان کلک ملاتړ کوی. د ګلف ټوډې ورځپاڼې د راپور له مخې شېخ عبدالله بن زید النهیان دغه څرګندونې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د خپلواکې ارزونې له همغږی کوونکی فریدون سینیرلی اوغلو سره په وروستۍ کتنه کې کړې دی.
د راپور پر بنسټ، دغه غونډه کې چې په ابوظبۍ کې ترسره شوې، دواړو لورو په ټوله کې د افغانستان پر وضعیت او په دې اړه چې متحده امارات او ملګرو ملتونه په دې برخه کې چې په راتلونکې په څه ډول همکاری کولی شی، خبرې کړې دی.
راپور زیاتوی، چې د دې کتنې مشخص وخت نۀ دی په ډاګه شوی، خو په کې د هغو ستونزو د هواری لپاره چې افغانان په تېره افغان ښځې ورسره مخامخې دی، د نړیوالې ټولنې د همکارۍ پیاوړتیا مهمه بلل شوې او ټینګار شوی چې د افغانانو د اړتیاوو د پوره کولو د هڅو باید ملاتړ وشی.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.