کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې الجزیرې رسنۍ راپور ورکړی، چې د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسی ویلی، د غزې بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عرب مشرانو له لوری تصویب شوه.
د راپور پر بنسټ دا طرحه د عرب مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.
دغه طرحه چې درې پړاوونه لری لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوی او په کې به د وېجاړیو پاکول، د موقتی کورونو جوړول او د نیمه ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دی.
دوهم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوی، بیا هم په کې د ویجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دی.
درېیمه مرحله یې،چې دوه نیم کاله دوام کوی، په کې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتی زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایی ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دی.
په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ