کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د علي آباد روغتون مسوولینو ويلي، چې یاد روغتون کې د لېزر په وسیله سلګونه د مرۍ، پوزې، هډوکو بندونو او د نورو سرطاني ناروغیو بریالي عملیاتونه ترسره کیږي، چې ګڼ په سرطاني ناروغیو اخته هېوادوال په کور دننه په علي آباد روغتون کې تداوي شوي دي او بهر کې د تداوۍ له مجبوریت خلاص شوي دي.
د خبر پر بنسټ، د علي آباد تدریسي روغتون رییس ډاکټر عبدالمطلب شینواري ويلي، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په علي آباد روغتون کې د عاجل ناروغانو او ګڼې نورې څانګې فعالې شوې دي.
د نوموړي په خبره اوسمهال په دغه روغتون کې د زنګنونو، د ملا د بندونونو او د مغزو د کاسې د بندونو کامیابه عملیاتونه ترسره کېږي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/