کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د علی آباد روغتون مسوولینو ویلی، چې یاد روغتون کې د لېزر په وسیله سلګونه د مرۍ، پوزې، هډوکو بندونو او د نورو سرطانی ناروغیو بریالی عملیاتونه ترسره کیږی، چې ګڼ په سرطانی ناروغیو اخته هېوادوال په کور دننه په علی آباد روغتون کې تداوی شوی دی او بهر کې د تداوۍ له مجبوریت خلاص شوی دی.
د خبر پر بنسټ، د علی آباد تدریسی روغتون رییس ډاکټر عبدالمطلب شینواری ویلی، د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په علی آباد روغتون کې د عاجل ناروغانو او ګڼې نورې څانګې فعالې شوې دی.
د نوموړی په خبره اوسمهال په دغه روغتون کې د زنګنونو، د ملا د بندونونو او د مغزو د کاسې د بندونو کامیابه عملیاتونه ترسره کېږی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ