کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۱ مه نېټه):
د پاکستان د اپوزیسیون مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان د پاکستان د حکومت پر ځینو چارواکو او وزیرانو نیوکه کړې، چې د افغانستان پر سرپرست حکومت بې ځایه تورونه لګوی.
عمران خان ویلی، که د افغان سرپرست حکومت خپله همکاری ودروی، نو په پاکستان کې به د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه نوره هم اوږده شی.
نوموړی دا په ډاګه کړې چې که پاکستان له افغانستان سره اړیکې خرابې کړی او د امریکا لاسوهنې ومنی، نو په پاکستان کې به یوه نه ختمېدونکې ترهګری پیل شی.
عمران خان زیاته کړې، له ترهګرو سره له امریکا څخه پاتې شوې عصری وسلې دی، چې پاکستانی پولیس په خپلو وسلو سره د هغوی مقابله نه شی کولی.
د پاکستان د اپوزیسیون مشر او د تحریک انصاف گوند په ځانګړی ډول د پاکستان د کورنیو چارو پر وزیر رانا ثناء الله خان تندې نیوکې کړی، چې ګوندې د ترهګرو پر ضد به د افغانستان خاوره کې عملیات کوی.
دا لومړی وار دی چې یو لوړ پوړی پخوانی پاکستانی چارواکی د خپل هېواد د واکمنانو پر ناسمو کړنو ښکاره نیوکه کوی او د هغوی دعوه ناحقه ګڼی.
پاکستانی چارواکو تر اوسه د نوموړی د څرګندونو په غبرګون کې څۀ نه دی ویلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ