عمران خان او شاه محمود قریشی په لس – لس کاله بند محکوم شول

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مشر او پخوانی لومړی وزیر عمران خان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشی د دولتی رازونو د افشا په قضیه کې په لس – لس کاله بند محکوم شول.

د دولتی رازونو د افشا په ځانګړې محکمه کې قاضی په اډیاله زندان کې د عمران خان او شاه محمود قریشی د دولتی رازونو د افشا کولو په قضیه کې د دواړو په حضور کې پرېکړه اورولې ده.

تر دې وړاندې د اسلام آباد سترې محکمې د عمران خان هغه غوښتنلیکونه رد کړی وو، چې له مخې یې د حکومت رسمی رازونو د افشا کولو په اړه د قضیې لغوه کولو او د ضمانت غوښتنه کړې وه.

عمران خان ویلی وو، چې امریکا مسکو ته د هغه له سفر وروسته د هغه د ګوښه کولو غوښتنه وکړه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/ر

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.