کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د پاکستانی رسنیو د خبرونو له مخې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان په اسلام آباد کې د پولیسو له لوری نیول شوی دی.
د خبرونو له مخې تر دې وړاندې څو وار پاکستانی پولیسو او چارواکو د نوموړی د نیولو هڅه کړې وه، خو پولیس به د عمران خان د پلویانو له غبرګون سره مخ شول او د ده په نیولو کې به پاتې راغلل.
پر عمران خان د فساد او ګڼ نور تورونه دی، خو هغه د اوسنی حکومت له لوری پر ځان لګېدلی تورونه په کراتو رد کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ