معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / عمران خان راتلونکو دریو میاشتو کې دننه د ټاکنو غوښتنه کړې

عمران خان راتلونکو دریو میاشتو کې دننه د ټاکنو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۱۳ نېټه):
د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې د پاکستان مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړی، چې که په راتلونکو ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې ونشي، نو دغه هېواد ته به خطرناکې پایلې ولري.
نوموړي ګواښ کړی چې که په دې موده کې ټاکنې نه کیږي، نو د ګوند غړي به یې پراخ احتجاجونه پیل کړي او واټونو ته به راووځي.
تر دې وړاندې د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ واکمن ایتلاف کې د شاملو ګوندونو د جوړې شوې غونډې اعلامیه کې ویل شوي و، چې ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشي. دغو ګوندونو همدا راز ویلي، چې دوی د سترې محکمې په درې کسیز بورډ باور نه لري.
پاکستان کې کۀ له یوه لوري امنیتي وضعیت کړکېچن دی، له بل پلوه په کې سیاسي نادریو او کشمکشونو روان وضعیت ترینګلی کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس