کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۳ نېټه):
د پاکستانیو رسنیو د خبر له مخې د پاکستان مخکنی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان خبرداری ورکړی، چې که په راتلونکو ۹۰ ورځو کې دننه ټاکنې ونشی، نو دغه هېواد ته به خطرناکې پایلې ولری.
نوموړی ګواښ کړی چې که په دې موده کې ټاکنې نه کیږی، نو د ګوند غړی به یې پراخ احتجاجونه پیل کړی او واټونو ته به راووځی.
تر دې وړاندې د لومړی وزیر شهباز شریف په مشرۍ واکمن ایتلاف کې د شاملو ګوندونو د جوړې شوې غونډې اعلامیه کې ویل شوی و، چې ټول هېواد کې باید په یوه ورځ ټاکنې وشی. دغو ګوندونو همدا راز ویلی، چې دوی د سترې محکمې په درې کسیز بورډ باور نه لری.
پاکستان کې کۀ له یوه لوری امنیتی وضعیت کړکېچن دی، له بل پلوه په کې سیاسی نادریو او کشمکشونو روان وضعیت ترینګلی کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ