کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وري ۲۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تحریک انصاف ګوند ویلي، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شي.
خان د ۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندي دی.
نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د پاکستان جيو نيوز د تحريک انصاف ګوند د اوسني مشر لطيف کهوسه په حواله راپور ورکړی، چې عمران خان ښايي په روانه مياشت کې له زندانه خوشې شي.
په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علي خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/