کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۲۱مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د تحریک انصاف ګوند ویلی، چې د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان به د اپریل په میاشت کې له بنده خوشې شی.
خان د ۱۴۰۲ کال تلې میاشت کې ونیول شو او اوس د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې بندی دی.
نوموړی په څو قضیو کې تورن شوی او په ۳۰ کاله بند محکوم شوی دی.
د پاکستان جیو نیوز د تحریک انصاف ګوند د اوسنی مشر لطیف کهوسه په حواله راپور ورکړی، چې عمران خان ښایی په روانه میاشت کې له زندانه خوشې شی.
په دې وروستیو کې د تحریک انصاف ګوند د مشر ګوهر علی خان په ګډون د دغه ګوند یو شمېر مشرانو د عمران خان د ژر خوشې کېدو په اړه ورته ادعاوې کړې دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ