کابل-ګهیځ نیوز(د وری/ حمل ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې لوړو زده کړو وزارت ویلی، چې د مشرتابه ځانګړی حکم په اساس د غزنی پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.
د یاد وزارت په وینا دغه مهم ګام به د غزنی ولایت ځوانانو سربېره د هېواد بېلابېلو برخو زده کړیالانو ته د طب برخه کې د لوړو زده کړو زمینه برابره او روغتیایی خدمات به ورسره پیاوړی او لا معیاری شی.
تر دې وړاندې بدخشان پوهنتون کې هم د طب پوهنځی منظور شوی و.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ