کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کور او ښار جوړولو وزارت یوه پلاوی غزنی ولایت کې د بېرته راستنېدونکو لپاره د یو نوی ښارګوټی د جوړولو په موخه ۳زره او ۸۹۰ جریبه ځمکه سروې کړې ده.
د یاد وزارت مسوولین وایی، دا پروژه د هغو افغانانو لپاره ده، چې له بهره بېرته خپل هېواد ته راستانه شوی او د استوګنې مناسب ځای ته اړتیا لری.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، دغه وزارت په ټولو ولایتونو کې د بېرته راستنېدونکو د نفوس کچې او اړتیاوو ته په کتو د ښارګوټو د جوړولو پلان لری.
د مسوولینو په وینا د یاد ښارګوټی د جوړېدو عملی کار به د پروژې د تخنیکی ارزونو تر بشپړېدو وروسته پیل شی، چې دا به د بېرته راستنېدونکو لپاره د استوګنې یوه اسانتیا وی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ