کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د اوړو د تولید یوې کارخونې فعالیت پیل وکړ.
د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې مسوولینو رسنیو ته ویلی، چې دغه کارخونه د ۶ لکه ډالرو په لګښت د یوه ملی سوداګر له لوری جوړه شوې او په ورځنی ډول ۱۵۰ ټنه غنم اوړه کوی.
د مسوولینو په خبره، د دغې کارخونې په جوړېدو سره ۱۲۰ تنو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې وړ ده چې دا په غزنی کې د اوړو د تولید شپږمه کارخونه ده، چې پر فعالیت پیل کوی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ