کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزنی کې د امنیې قوماندانۍ مسوولینو ویلی، دغه ولایت کې د دوو ترافیکی پیښو له امله درې تنه مړه او شپږ نور ټپیان شوی دی.
د غزنی امنیې قوماندانۍ ویاند خالد سرحدی ویلی، لومړۍ پیښه د مقر ولسوالۍ په اړوندو کې د کابل- کندهار پر لویه لار د دوو مسافر وړنکو موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې له امله یې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان دی.
د امنیې قوماندانۍ د ویاند په خبره دوهمه پېښه په همدې لار کې د قره باغ ولسوالۍ سیمه کې د دوو مسافر وړونکو موټرونو د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په پایله کې یې درې تنه ټپیان شوی دی
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ