معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دریو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

غزني کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دریو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلي، چې په دغه ولایت کې درې تنو په دوو ترافیکي پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
خبر پاڼه زیاتوي، چې لومړنۍ پېښه د دوو موټرسایکل چلوونکو ترمنځ د غزني ښار پنځمي امنیتي حوزې اړوند د قلعه قدم خان په سیمه کې رامنځته شوه، چې په پایله کې یې دواړه موټرسایکل چلوونکو ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر له مخې بله پېښه د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ د میري او چهاردیوال بازار ترمنځ د پاخه سړک پر سر هغه مهال را منځته شوه، چې یوه موترسایکل چلوونکي د تېز تګ له امله خپل کنترول له لاسه ورکړ او له سړک څخه منحریف شو، په یاده پېښه کې هم موټرسایکل چلوونکي خپل ژوند بایللی دی.
خبرپاڼې د دواړو ترافیکي پېښو اصلي علت د چلوونکو بې احتیاطي او تېز تګ ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس