غزنی کې د دوو ترافیکی پېښو له امله دریو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی امنیې قوماندانۍ مطبوعاتی دفتر په یوې خپرې کړې خبرپاڼې کې ویلی، چې په دغه ولایت کې درې تنو په دوو ترافیکی پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
خبر پاڼه زیاتوی، چې لومړنۍ پېښه د دوو موټرسایکل چلوونکو ترمنځ د غزنی ښار پنځمی امنیتی حوزې اړوند د قلعه قدم خان په سیمه کې رامنځته شوه، چې په پایله کې یې دواړه موټرسایکل چلوونکو ژوند له لاسه ورکړ.
د خبر له مخې بله پېښه د دغه ولایت د اندړو ولسوالۍ د میری او چهاردیوال بازار ترمنځ د پاخه سړک پر سر هغه مهال را منځته شوه، چې یوه موترسایکل چلوونکی د تېز تګ له امله خپل کنترول له لاسه ورکړ او له سړک څخه منحریف شو، په یاده پېښه کې هم موټرسایکل چلوونکی خپل ژوند بایللی دی.
خبرپاڼې د دواړو ترافیکی پېښو اصلی علت د چلوونکو بې احتیاطی او تېز تګ ښودلی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.