کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزنی د پوهنی ریاست مسوولینو ویلی، چې په دغه ولایت کې یې له ۲۸۰ تنو څخه د هغو کلیوالی دینی مدرسو د ښوونکو بستونو لپاره آزموینه واخیسته، چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت کلیوالی دینی مدرسو ته منظور شوی وو.
د غزنی پوهنې ریاست په وینا دې ورستیو کې د دغه ولایت کلیوالی دینی مدرسو ته ۵۶۱ د ښوونکو بستونه منظور شوی وو، چې د یاد ښوونکو بستونو د ګمارلو په موخه، له دې وړاندیې هم ۱۶۰ کسانو څخه آزموینه اخیستل شوې وه.
د مسوولینو په خبره یادو کسانو تر لویې او وړې دورې دینی زده کړې کړی چې ترې په دارلحفاظ، دینی او حصه عصری علومو په برخه کې آزموینه واخیستل شوه.
د غزنی د پوهنی ریاست د مسوولینو په خبره همدا اوس په غزنی کې شاوخوا ۶ سوه غیر رسمی دینی مدرسې فعالیت کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ