کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۸مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې غزنی کې د رمضان جام کرکټ سیالۍ چې د روژې میاشتی په ۱۲مه پیل شوې وې، د رییس کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
په دغو سیالیو کې شپږو لوبډلو ګډون کړی وو چې پای لوبې ته یې د رییس کرکټ کلب او مینوال زلمی لوبډلو لاره پیدا کړې وه.
په پای لوبه کې لومړی رییس کرکټ کلب لوبډلې توپ وهنه وکړه چې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره یې خپلې سیالې لوبډلې ته ۱۰ اورونو کې ۱۲۷ منډې هدف ورکړ.
د یاد هدف په وړاندې د مینوال زلمی لوبډلې ۹۰ منډې وکړې او لوبه یې د ۳۷ منډو په توپیر وبایلله.
د یادو سیالیو غوره توپ وهونکی وحیدالله اندړ، غوره بالر عیسی نعمان او غوره الراونډر مطیع الله فولاد ونومول شو.
د غزنی کرکټ امر عبدالودود پکتیال دغه ډول سیالۍ د ځوان استعداد د موندلو لو لپاره ګټورې بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول سیالۍ به نورې هم په دغه ولایت کې چمتؤ کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ