کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د غزنی د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومی مشرانو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د زردالو بند تخنیکی مطالعات به په نږدې راتلونکی کې پیل او عملی چارې به یې هم په راتلونکی کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ترسره شی.
د خبر پر بنسټ د زردالو بند چې د قره باغ ولسوالۍ په لویدیځ کې موقعیت لری، یو له مهمو پروژو ده چې په جوړېدو سره یې سلګونه هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبیږی او د شاوخوا کلیو په لسګونو کاریزونه چې ټول یې وچ شوی، بیا له اوبو څخه ډکیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ