کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزنی کې د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې دلته له تېرو ۳ ورځو راهیسې د شونډو او تالو چاود ماشومانو په وړیا توګه د عملیاتو بهیر پیل شوی دی.
د خبر پر بنسټ دغه عملیات چې له کابل څخه دغه ولایت ته د ورغلې روغتیایی ډلې لخوا کیږی، د روانې اوونۍ تر پایه به د یاد ولایت ټول پرې شونډې او تالو ماشومان عملیات کړی.
د غزنی د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایی، دغه عملیاتونه په خصوصی سکټور کې له ۱۰ تر ۸۰ زره افغانۍ لګښت لری، خو په غزنی کې د یادې روغتیایی ډلې لخوا په وړیا توګه ترسره کیږی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ