غزنی کې د څه باندی ۴ میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونی یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۲ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین ویلی، چې د غزنی په واغظ ولسوالۍ کې ۱۷۴ کورنۍ چې په ۴۸ کلاو کې ژوند کوی، د یونسېف په مالی لګښت د څښاک پاکو اوبو له یوې شبکېڅخه برخمن شول.
د غزنی د کلیو، بیارغونې او پراختیا رییس مولوی محمد قاسم امینی وایی، په یادې اوبو رسونې شبکې ۴ میلیونه ۴۸۲ زره ۱۰۵ افغانۍ لګښت راغلی، چې د یونسېف نړیوالې موسسې له لوری پرې شوی او تخنیکی چارې یې د ډاکار موسسې لخوا د یاد ریاست تر نظارت لاندې تکمیل شوی دی.
نوموړی زیاتوی، چې له دغې اوبو رسونی شبکې څخه د اوبو ذخیرې ترڅنګ، ۱ شیردان جومات ته او ۴۸ نور شیردانونه په ۱۷۴ کورنیو وېشلی دی.
د غزنی په لرې پرتو سیمو کې تل د څښاک د پاکو اوبو نشتوالی یوه لویه ستونزه بلل شوې، چې له امله یې په یادو سیمو کې د څښاک پاکو اوبو د نشتوالی له امله د سیمی خلک په بېلابیلو ناروغیو اخته شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.