معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

غزني کې د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې دغه ولایت کې د اطلاعاتو کلتور ریاست له لوري د کتاب دوه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس د دې نندارتون موخه د کتاب نړیوالې ورځې نمانځل، د کتاب لوستلو فرهنګ دودول او مطالعې ته د ځوانانو هڅول ښودلي.

نوموړي ویلي، دغه دوه ورځني نندارتون کې د دولتي پوهنتونونو او کتاب پلورونکو په مرسته زرګونه جلده کتابونه نندارې ته اېښودل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د اطلاعاتو او کلتور ریاست هڅه کوي، چې د اطلاعاتو کلتور وزارت د رهبري په لارښوونه د دې ولایت ولسوالیو کې هم غني کتابتونونه جوړ کړي، څو ځوانان په اساني سره مطالعې ته لاسرسی ولري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس