معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله درې ښځې مړې شوي

غزني کې د یوه کور د چت پرېوتو له امله درې ښځې مړې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د غزني امنیتي مسوولینو ويلي، په دغه ولایت کې د یوه کور چت را پرېوتی، چې له امله یې درې ښځې مړې شوي او یو ځوان سخت ټپي شوی دی.
د راپور پر بنسټ د غزني د امنیې قومانداني ویاند ویلي، چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د آب‌بند ولسوالۍ په چوره سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، دغو ښځو د کور بام کاګل کاوه، چې چت یې لوېدلی او د دوی ژوند یې اخیستی دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوي چې له امله یې خلکو ته مرګ‌ – ژوبله اوښتې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس