کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمری ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د غزنی امنیتی مسوولینو ویلی، په دغه ولایت کې د یوه کور چت را پرېوتی، چې له امله یې درې ښځې مړې شوی او یو ځوان سخت ټپی شوی دی.
د راپور پر بنسټ د غزنی د امنیې قوماندانی ویاند ویلی، چې دا پېښه پرون د دغه ولایت د آببند ولسوالۍ په چوره سیمه کې شوې ده.
د هغه په وینا، دغو ښځو د کور بام کاګل کاوه، چې چت یې لوېدلی او د دوی ژوند یې اخیستی دی.
د یادونې ده چې تر دې مخکې هم په یوشمېر ولایتونو کې ورته پېښې شوی چې له امله یې خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ