کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ تر غرمې وروسته د غزني ښار شپږمي امنیتي حوزې اړوند نوآباد ښارګوټي کې درې د برېښنا ټرانسفارمر چې له ۲ سوو څخه تر ۶۳۰ کیلو واټه د برېښنا د وېش وړتیا لري، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایو رییس له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ په یادو درې ټرانسفرمرو باندې ۱۶ میلیونه ۹۸۱ زره ۴۸۸ افغانۍ لګښت راغلی، چې یاد ټول لګښت د سیمې د خلکو له لوري ورکړل شوي دي.
ځایي خلک وایي، چې له دغې برېښنا څخه ټول ټال ۱ زره ۱۸۴ کورنۍ برخمنې شوې.
د غزني حوزوي برېښنا شرکت رییس ویلي، همدا اوس هم په غزني ښار کې پر ۲۸ نورو د برېښنا د وېش ټرانسفرمرو باندې کار روان دی، چې په نږدې راتلونکې کې به فعاله او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/