غزنی کې ځایی خلکو په شخصی لګښت څه باندې زر کورنۍ له برېښنا څخه برخمنې کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې تېره ورځ تر غرمې وروسته د غزنی ښار شپږمی امنیتی حوزې اړوند نوآباد ښارګوټی کې درې د برېښنا ټرانسفارمر چې له ۲ سوو څخه تر ۶۳۰ کیلو واټه د برېښنا د وېش وړتیا لری، د افغانستان برېښنا شرکت اجرایو رییس له لوری ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د خبر پر بنسټ په یادو درې ټرانسفرمرو باندې ۱۶ میلیونه ۹۸۱ زره ۴۸۸ افغانۍ لګښت راغلی، چې یاد ټول لګښت د سیمې د خلکو له لوری ورکړل شوی دی.
ځایی خلک وایی، چې له دغې برېښنا څخه ټول ټال ۱ زره ۱۸۴ کورنۍ برخمنې شوې.
د غزنی حوزوی برېښنا شرکت رییس ویلی، همدا اوس هم په غزنی ښار کې پر ۲۸ نورو د برېښنا د وېش ټرانسفرمرو باندې کار روان دی، چې په نږدې راتلونکې کې به فعاله او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.