کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د غزنی ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ۳۱مخابراتی انتنونو د نصبولو خبر ورکړی.
د خبر پربنسټ، د غزنی ولایت مقام په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغو مخابراتی سایټونو له ډلې به ۲۸ سایټونه په ۱۸ ولسوالیو کې او ۳ هغه به یې د عمومی لارې د وصل په موخه نصب شی.
خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په دې کتنه کې د غزنی ولایت ولسوالانو د دولتی ادارو د انټرنېټ د کېفیت لوړولو غوښتنه هم کړې، چې د مخابراتو سرپرست وزیر د دغې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکړی دی.
د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د TDF د لسمې پروژې پر اساس په پام کې لری, چې په ټول هېواد کې ۴۵۰ مخابراتی انتنونه نصب کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ