غزه کې اسراییلی اشغالګرو یو وار بیا پر یوه روغتون برید کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربی رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداری ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی دی.

د دغه برید له امله تر اوسه د اوښتې مرګ – ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس له اسراییلی اشغالګرو غوښتی، چې پر روغتونونو له بریده ډډه وکړی او د اوربند او سولې لپاره کار وکړی.

د راپورونو له مخې په نصیرات روغتون وروستی برید له امله د یاد روغتون د برېښنا سولری سیسټم خراب شوی دی.

د روغتون د اوبو او تېلو زېرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.

نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲ سوه ناروغانو ته طبی خدمات وړاندې کوی او شاوخوا ۲۰۹ کارکوونکی لری.

د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه د اسراییلی اشغالګرو د بریدونو له امله زیانمن شوی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.