کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې غزه کې د حمـ.ـاس جنګیالیو اسراییلی پوځ ته تېره ورځ لوړه مرګ – ژوبله اړولې ده.
د خبر پر بنسټ، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې اسراییلی سرتېرو غوښتل په غزه کې د دوو ودانیو د ویجاړولو لپاره هغو کې چاودېدونکی مواد ځای پرځای کړی، خو د حــ.ـماس جنګیالیو هغه ټانک په راکټ وویشت، چې د اسراییلی پوځ امنیت یې نیولی و.
خبر زیاتوی، چې د ټانک د چاودنې له امله ودانۍ په خپله اسراییلی سرتېرو ړنګه شوه.
اسراییلو په دغه پېښه کې د خپلو ۲۴ پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی، خو یو شمېر سرچینې بیا دغه ارقام تر دې لوړ ښیی.
راپورونه وایی، چې د غزې تړانګې په جنوب او مرکزی سیمو کې د حمـ.ـاس جنګیالیو اسراییلو یرغل ته درانه ځوابونه ورکړی دی.
د اسراییلی پوځ ویاند دانیال هاګاری ویلی، دوی به د دغې پېښې د څرنګوالی په اړه څېړنې وکړی.
د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو دا پېښه د اسراییلو لپاره توره ورځ ګڼلې، خو ټینګار یې کړی چې به دا جګړه به ونه دروی.
د غزې د روغتیا وزارت د چارواکو په وینا د اسراییلو لخوا په غزه کې د روانو پوځی بریدونو له امله تر اوسه نږدې ۲۵ نیم زره بې دفاع ولسی وګړی وژل شوی او شاوخوا ۷۰ زره تنه نور یې ژوبل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ