معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / غزه کې تر اوربند څو ساعته وروسته حـ.ـماس د برمته شویو له ډلې ۲۴ تنه خوشې کړل

غزه کې تر اوربند څو ساعته وروسته حـ.ـماس د برمته شویو له ډلې ۲۴ تنه خوشې کړل

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴  نېټه):

د عربي رسنیو د راپورونو له مخې غزه کې د اسراییلو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ د اوربند له نافذيدو څو ساعته وروسته حمـ.ـاس ډلې ۲۴ تنه برمته شوي کسان خوشې کړل.

د راپور پر بنسټ، خوشې شویو کسانو کې ۱۳ تنه اسراییلیان او ۱۱ ټایلنډي وګړي شامل وو.

قطري چارواکو بیا ویلي، چې په دې ډله کې یو فلپینی  وګړی هم شتون لري.

اسراییلي رسنیو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له قوله ویلي، په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ ښځې او ماشومان دي، چې ټول پرون د رفح د سرحد له لارې مصر ته ورسېدل.

بل لور بیا قطري رسنۍ وایي، چې اسراییلو هم ۳۹ تنه فلسطینۍ مېرمنې او ماشومان خوشې کړې دي.

د حـ.ـماس جنګیالیو له پرونۍ موافقې وړاندې هم یو شمېر برمته شوي کسان خوشې کړي وو.

اسراییلي اشغالګرو پر غزې د درنو بریدونو په ترڅ کې تر دا مهاله نږدې ۱۳ نیم زره بې دفاع فلسطیني وګړي شهیدان کړي او په زرګونه نور یې ژوبل کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس