کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۴ نېټه):
د عربی رسنیو د راپورونو له مخې غزه کې د اسراییلو او حـ.ـماس جنګیالیو ترمنځ د اوربند له نافذیدو څو ساعته وروسته حمـ.ـاس ډلې ۲۴ تنه برمته شوی کسان خوشې کړل.
د راپور پر بنسټ، خوشې شویو کسانو کې ۱۳ تنه اسراییلیان او ۱۱ ټایلنډی وګړی شامل وو.
قطری چارواکو بیا ویلی، چې په دې ډله کې یو فلپینی وګړی هم شتون لری.
اسراییلی رسنیو د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له قوله ویلی، په خوشې شویو کسانو کې ۱۳ ښځې او ماشومان دی، چې ټول پرون د رفح د سرحد له لارې مصر ته ورسېدل.
بل لور بیا قطری رسنۍ وایی، چې اسراییلو هم ۳۹ تنه فلسطینۍ مېرمنې او ماشومان خوشې کړې دی.
د حـ.ـماس جنګیالیو له پرونۍ موافقې وړاندې هم یو شمېر برمته شوی کسان خوشې کړی وو.
اسراییلی اشغالګرو پر غزې د درنو بریدونو په ترڅ کې تر دا مهاله نږدې ۱۳ نیم زره بې دفاع فلسطینی وګړی شهیدان کړی او په زرګونه نور یې ژوبل کړی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ