کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۲۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبرونو له مخې د فلسطین د بېړنی خدماتو ادارې ویلی، چې په غزه کې تر زرو ډېر کسان د اسراییلی ځواکونو په هوایی بریدونو کې تر نړېدلو ودانیو لاندې ایسار پاتې دی.
د فلسطینیانو د ملکی دفاع ډلې یوې اعلامیه کې ویلی، چې ګڼ شمېر نور د ودانیو له نړېدو ان ۲۴ ساعته وروسته له ویجاړیو ژوندی را ایستل شوی.
په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو سرمنشی انتونیو ګوتېرش ویلی، چې اسراییلی ځواکونه باید بشری مرستو لېږد ته اجازه ورکړی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د غزې په روغتونونو کې د تېلو زېرمې په ۲۴ ساعتونو کې په خلاصېدو دی او د زرګونو ناروغانو ژوند له خطر سره مخ دی.
د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه تازه مرکه کې بیا ویلی، چې د اسراییلو لخوا به د غزې اشغال لویه تېروتنه وی.
اسراییلی ځواکونو د غزې تراړه کلابنده کړې او راپورونه وایی، چې تر درنو بمباریو وروسته اوس دوی د ځمکنیو عملیاتو لپاره چمتوالی نیسی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ