معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د اسرایيلو يوه چورلکه نسکوره شوې

غزه کې د اسرایيلو يوه چورلکه نسکوره شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسرایيلي اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې د غزې جنوب رفح سيمه کې يې يوه پوځي چورلکه را غورځېدلې، چې په کې درې تنه اسرایيلي عسکر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپيان دي.

د اشغالګر پوځ په وينا ياده چورلکه په رفح سيمه کې د يو ټپي شوي اسرایيلي عسکر د ژغورنې لپاره سيمې ته تللې وه، چې را پرېوته.

د والا په نوم اسرایيلي پوځي ويب پاڼې ویلي، را پرځېدلې چورلکه بلاک هاک ده چې له ۱۴ تر ۲۲ پورې عسکرو د وړلو وړتيا لري او زياتوي چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دې ډول الوتکو دا لومړۍ پېښه ده.

د يديعوت أحرنوت په نوم اسراییلي ورځپاڼې بيا کاږلي، چې ياده چورلکه د هغه اسرایيلي ژوبل شوي عسکر ژغورنې په موخه روانه وه، چې د فلسطيني مـ ـجاهد لخوا په سنايپر ويشتل شوی و.

د ورځپاڼې په قول دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړۍ د الوتکې را پرځېدو پېښه ده چې عسکر په کې ژوند له لاسه ورکوي او زياتوي چې له دې مخکې د فلسطيني جـ ـهادي ډلو لخوا ځيني اسرایيلي الوتکې او چورلکې په نښه او ويجاړې شوې وې، خو عسکرو ته په کې مرګ – ژوبله نه وه اوښتې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس