کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۲۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې اسراییلی اشغالګر پوځ خبر ورکړی، چې د غزې جنوب رفح سیمه کې یې یوه پوځی چورلکه را غورځېدلې، چې په کې درې تنه اسراییلی عسکر وژل شوی او ۷ تنه نور ټپیان دی.
د اشغالګر پوځ په وینا یاده چورلکه په رفح سیمه کې د یو ټپی شوی اسراییلی عسکر د ژغورنې لپاره سیمې ته تللې وه، چې را پرېوته.
د والا په نوم اسراییلی پوځی ویب پاڼې ویلی، را پرځېدلې چورلکه بلاک هاک ده چې له ۱۴ تر ۲۲ پورې عسکرو د وړلو وړتیا لری او زیاتوی چې په تېرو ۳۰ کلونو کې د دې ډول الوتکو دا لومړۍ پېښه ده.
د یدیعوت أحرنوت په نوم اسراییلی ورځپاڼې بیا کاږلی، چې یاده چورلکه د هغه اسراییلی ژوبل شوی عسکر ژغورنې په موخه روانه وه، چې د فلسطینی مـ ـجاهد لخوا په سنایپر ویشتل شوی و.
د ورځپاڼې په قول دا په غزه کې د روانې جګړې په لړ کې لومړۍ د الوتکې را پرځېدو پېښه ده چې عسکر په کې ژوند له لاسه ورکوی او زیاتوی چې له دې مخکې د فلسطینی جـ ـهادی ډلو لخوا ځینی اسراییلی الوتکې او چورلکې په نښه او ویجاړې شوې وې، خو عسکرو ته په کې مرګ – ژوبله نه وه اوښتې.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ