کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۳۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې روغتیا وزارت خبر وکړی، چې تېرو ۷۲ ساعتونو کې د اشغالګر اسراییلو په ۱۲ بریدونو کې ۱۱۹ تنه شهیدان شوی او ۲۰۹ تنه نور ټپیان شوی دی.
د عربی رسنیو له مخې غزې تړانګه کې د نسل وژنې له پیله تر دې دمه د اشغالګرو اسراییلو په بریدونو کې ۴۱ زره ۳۹۱ تنه شهیدان او ۹۵زره ۷۶۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
پر غزې اسراییلی بریدونه وروسته له هغې وزر واخېست، چې دا مهال اسراییل له هر اړخه زوال سره مخ دی او په ښکاره توګه روانه کې خپله ماتې ګوری.
څو ورځې وړاندې د حـ ـماس سـ ـیاسی دفتر مشر یـ ـحیی السـ ـنوار د اسراییلو پر وړاندې د مقاومت وضعیت ښه وباله او د اوږدې جګړې لپاره یې د چمتوالی ډاډ ورکړ.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ