غزه کې د اسراییلی بریدونو له امله د وژل شویو ولسی خلکو شمېر له ۲۱ زرو واوښت

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې یو شمېر نړیوالو رسنیو په غزه کې د روغتیا وزارت د چارواکو له قوله ویلی، چې دغه تړانګه کې د اسراییلی اشغالګرو د روانو بریدونو له امله د وژل شویو بې دفاع ولسی وګړو شمېر له ۲۱ زرو واوښت.

د خبر پر بنسټ، دغو بریدونو له ۵۵ زرو ډېر ولسی کسان ژوبل کړی او په لکونو کورونه یې نړولی دی.

بل لور د حمـ.ـاس جنګیالیو ګواښ کړی او ویلی یې دی چې غزه کې به د ولسی بې دفاع خلکو د وژلو غچ له اسراییلو څخه اخلی.

دغو جنګیالیو د غزې په څو استقامتونو کې اسراییلی اشغالګر له سخت مقاومت سره مخ کړی دی.

تازه راپورونه وایی، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثانی د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره پر ټېلیفون غږېدلی او غزه کې د منځګړیتوب ګډو هڅو په لړ کې یې دایمی اوربند ته د رسېدو په موخه د وروستیو پرمختګونو په اړه خبرې کړی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.