معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د اسراییلي پوځیانو د مرګ -ژوبلې کچه زیاته شوې

غزه کې د اسراییلي پوځیانو د مرګ -ژوبلې کچه زیاته شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۳ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې المیادین رسنۍ د اسرائیلي پوځ له قوله راپور ورکړی، چې د جنورۍ په ۱۱مه د غزې په شمال کې د نښتو پر مهال ۴ اسراییلي پوځیان وژل شوي او یو افسر ژور ټپي دی.

سرچینې زیاته کړې، چې له وژل شویو پوځیانو څخه دوه تنه په بیت حانون سیمه کې د ماین په چاودنه کې وژل شوي.

ویل شوي، اسراییلي پوځیان نه دي توانېدلي، چې خپل وژل شوي سرتېري انتقال کړي.

بل لور اسراییلي جنرال اسحق بریک ویلي، غزه کې د حـ  ـماس جـ ـهادي غـ ـورځنګ پر وړاندې د اسراییلي ځواکونو ماتې حتمي ده.

نوموړي څرګنده کړې، چې حـ ـماس غـ ـورځنګ په تونلونو کې ورځ تر بلې ځواکمن کیږي.

یاده دې وي، چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د حماس جهادي غورځنګ له لوري اسراییلي پوځ ته درنه مرګ – ژوبله اوښتې، چې په رسمي شمېر کې یې د ۱۰ پوځیانو وژل کېدل شامل دي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس