کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې المیادین رسنۍ د اسرائیلی پوځ له قوله راپور ورکړی، چې د جنورۍ په ۱۱مه د غزې په شمال کې د نښتو پر مهال ۴ اسراییلی پوځیان وژل شوی او یو افسر ژور ټپی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې له وژل شویو پوځیانو څخه دوه تنه په بیت حانون سیمه کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی.
ویل شوی، اسراییلی پوځیان نه دی توانېدلی، چې خپل وژل شوی سرتېری انتقال کړی.
بل لور اسراییلی جنرال اسحق بریک ویلی، غزه کې د حـ ـماس جـ ـهادی غـ ـورځنګ پر وړاندې د اسراییلی ځواکونو ماتې حتمی ده.
نوموړی څرګنده کړې، چې حـ ـماس غـ ـورځنګ په تونلونو کې ورځ تر بلې ځواکمن کیږی.
یاده دې وی، چې د تېرې اونۍ په اوږدو کې د حماس جهادی غورځنګ له لوری اسراییلی پوځ ته درنه مرګ – ژوبله اوښتې، چې په رسمی شمېر کې یې د ۱۰ پوځیانو وژل کېدل شامل دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ