کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړی، چې شاوخوا ۱۰۰ اسراییلی الوتکو تېره ورځ سهار په سیمه ییز وخت ۳ بجې پر غزې تړانګې د بریدونو تازه څپه کې تر ۸۰۰ زیاتو فلسطینی وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.
د دې بمباریو د مرګ – ژوبلې په اړه عربی رسنیو ویلی، چې نږدې ۴۰۰ شهیدانو او ۴۰۰ څخه زیات نور ژوبل دی. شهیدانو کې له سلو ډېر یې ماشومان دی.
نړیوالو غبرګونونو کې د اسراییلی اشغالګرو دا هوایی بریدونه د صهیونېست رژیم ناکامه دریځ بلل شوی.
د افغان حکومت پر غزې تړانګې د اسراییلی اشغالګرو دا بریدونه وحشیانه بللی.
حـ ـماس جـ ـهادی غورځنګ چې غزه کې واکمن دی په خپل غبرګون کې ویلی، اسراییلی اشغالګرو د اوربند تړون لغوه کړ او له خپلو مکلفیتونو یې تېښته وکړه.
د حماس بیانیه کې زیاته شوې، د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د جګړې بیا پیل به غزه کې د پاتې اسراییلی بندیانو د اعدام حکم صادر کړی.
د دغه غورځنګ چارواکو ټینګار کړی، چې حمـ ـاس د تړون د پړاوونو بشپړولو ته لېواله دی، خو نتنیاهو د خپلو شخصی ګټو او له کړکېچونو د خلاصون لپاره له دې تړون سره مخالفت وکړ.
د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاتز ویلی، تر هغې به بریدونو ته د پای ټکی کېنږدی، چې ټول جنګی اهداف یې نه وی ترلاسه کړی.
په ورته مهال سپینې ماڼۍ مطبوعاتی سکرترې ویلی، چې اسراییلو دغه بریدونه د ټرمپ ادارې سره په مشوره ترسره کړی دی.
بلخوا یمن کې حوثیانو د غزې د ننیو بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې، چې دوی به د اسراییلی اشغالګرو مقابلې لپاره کوټلی ګامونه پورته کړی.
په ورته مهال چین او ترکیې هېوادونو هم د اسراییلی اشغالګرو تازه بریدونه غندلی او د دې بشری ناورین د مخنیوی غوښتنه یې کړې ده.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ