کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي، چې غزه کې د اشغالګرو اسراییلو د بریدونو ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د ملګرو ملتونو راپور غزه کې د اسراییلو له لوري روانه جګړه له نړیوالو بشري قوانینو څخه سیستماتیکه سرغړونه بللې.
ملګري ملتونه وروسته له هغې غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په اړه راپور ورکوي، چې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو څه باندې یو کلن یرغل کې شاوخوا ۴۳ زره فلسطینان شهیدان شوي، چې تر نیمایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.
دغه راز دې جګړه کې د غزې تر ۶۰ سلنه زېربناوې هم د اشغالګرو له لوري له منځه وړل شوې، چې له امله یې په میلیونونو فلسطینیان کډوال شوي هم دي.
د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په غزه کې د روانو وحشتونو درېدو او مخنیوي برخه کې هېڅ اقدام نه دې کړی، بلکې یوازې د شهیدانو او ټپیانو ارقام یې خپاره کړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/