غزه کې د جګړې ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشری حقونو ادارې په خپل تازه راپور کې ویلی، چې غزه کې د اشغالګرو اسراییلو د بریدونو ۷۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دی.

د ملګرو ملتونو راپور غزه کې د اسراییلو له لوری روانه جګړه له نړیوالو بشری قوانینو څخه سیستماتیکه سرغړونه بللې.

ملګری ملتونه وروسته له هغې غزه کې د اسراییلو د جنایتونو په اړه راپور ورکوی، چې پر غزه د اشغالګرو اسراییلو څه باندې یو کلن یرغل کې شاوخوا ۴۳ زره فلسطینان شهیدان شوی، چې تر نیمایی زیات یې ښځې او ماشومان دی.

دغه راز دې جګړه کې د غزې تر ۶۰ سلنه زېربناوې هم د اشغالګرو له لوری له منځه وړل شوې، چې له امله یې په میلیونونو فلسطینیان کډوال شوی هم دی.

د یادونې وړ ده، چې ملګرو ملتونو په غزه کې د روانو وحشتونو درېدو او مخنیوی برخه کې هېڅ اقدام نه دې کړی، بلکې یوازې د شهیدانو او ټپیانو ارقام یې خپاره کړی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.